جهادی،طالبي امارت یا عصري دولت ؟
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

                ایا افغانان یو نوي او عصري دولت ته چې د دوی د غوښتنو ځواب ووايي وړتیا نه لري ؟ ایا افغانان له دومره ترخو تجربو سره سره  بیا هم  د مجاهدینو دولت او یا د طالب ( پنجاب ) تر سپين بيرغ لاندې د اسلامي امارت مستحق دي ؟

افغانان چې د نړۍ د  پرمختللو او ویښو ملتونو له کاروان څخه پېړۍ پېړۍ روسته او خپلو ګاونډیانو څخه د نویتوب په سیالۍ کې ترشا پاتې دي تر نورو لومړی د یو داسې عصري دولت وړتیا لري چې د تېر مهال ورانۍ او ویجاړۍ ورغوی ، افغان ملت د پرمختګ او نویتوب په لاره برابر او زموږ د ټولنې د اوسمهال غوښتنو او ننګونو ته ځواب ووايي .

افغانان د جګړې او ترهګرۍ سره چې د څو لسیزو راهیسې زموږ د ټولنې هستي او شتمني سوځوي ، ملي کادر مو وژني او د افغانانو پر مخ د سولې ، امنیت او د هیواد د بیا رغاوي او پرمختګ لاره يي ډب کړې ، د مبارزې د یوې اغیزمنې وسیلې پتوګه یو پیاوړي ملي دولت ته اړتیا لري .

همدارنګه افغانان داسې یو عصري دولت ته اړتیا لري چې د نړۍ د پرمختللو هیوادونو سره د افغانانو پرې شوي اړیکې ټینګي کړي او هغه وپالي او په نړیوال دریځ ( ستیژ ) او د ملګرو ملتو ټولنه کې دافغانانو وړ استازیتوب وکړای شي . داسې دولت باید نړۍ ، د افغانانو پر مخ او افغانستان د نړیوالو پرمخ پرانیستې وساتي . نړۍ سره چې نن سبا د یوه کلي حیثیت لري او ګاونډیانو سره د متقابلو ګټو  او تساند پر بنسټ راشه درشه او اړیکي ولري .

اوس پوښتنه دا ده پورته اندیښنو او ننګونو ته په پام ، افغانان  یو ګوډاګي جهادي ، طالبي امارت او که یو ملي عصري دولت ته اړتیا لري ؟  

هغه دولت چې طالبان او نور مجاهدین يي د جوړولو لپاره ځانونه په واسکټي او ځانمرګي بمونو وژني افغانان د جګړې له ناورین څخه ژغورلی شي ؛ افغاني ټولنه سولې او امنیت ته چې د افغانانو ورځنۍ غوښتنه ده رسولی شي ؛ ایا طالبان او مجاهدین داسې کومه افغاني کړنلار لري ؟

د طالبانو او مجاهدینو دولت به د وران شوي او ویجاړ افغانستان د بیا ودانۍ او رغونې لپاره چې د دوی په لاس دړې وړې شوی په عصري اوعلمي میتودو برابره کړنلار ولري ؟

د طالبانو او مجاهدینو امارت به د وخت او ۲۱ مې پيړۍ غوښتنو سره سم ، نړیوالو سره د افغانستان اړیکې داسې ټینګي کړي چې افغانستان له نړیوال ګوښه توب څخه وساتي ( ۱ ) ؟

د طالبانو او مجاهدینو امارت به پوهنتونونه ، ښوونځي او د زده کړي نور مرکزونه پریږدي چې هلته د افغانستان د بیا ودانۍ لپاره په عصري علومو او تخنیک سمبال ملي کادر وروزل شي ؟

د طالبانو او مجاهدینو امارت به د هیواد نجونو او ښځو ته په پوهنتنونو او ښوونځیو کې د زده کړې لار اواره کړې چې د دوی په روزنې لږ تر لږه د هیواد ناروغې ښځې او نجونې د درملنې لپاره پاکستان ، ایران او نورو هیوادونو ته د تګ اړتیا ونه لري ؟

د طالبانو او مجاهدینو امارت به هیواد ته د پانګې ، تخنیک او عصري علومو د راتګ اجازه ورکړي چې د وران او ویجاړ افغانستان د بیا رغونې لپاره ورته اړتیا لیدل کیږي ؟  

ددې پوښتنو لړلیک نورهم اوږدیدای شي او دولتونه اړ دي چې دغو او دا شان نورو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره علمي او د وخت غوښتنو سره سمه تګلار ولري .

افغانان نن نه د ډبرې په پیر ، نه د وحشي او ځنګلي ژویو په پير کې ژوند کوي چې دولتي بنسټونو ته اړتیا ونلري او نه په منځني پیړیو کې اوسیږي چې د جادوګرو ، پیریانو او دیوانو په تاسیساتو بسیا وکړي .

ملاعمر اخوند شپږکاله پر افغانانو حکومت وکړ بې له دې چې کوم افغان يي څېره وویني ؛ په راډیو کې خبرې وکړي ؛ په تلویزیون يي انځور راښکاره شي چې په یوه سترګه او که په غبرګو ړوند دی او یا د ولس په وړاندې په عام محضر کې ښکاره شي !

ایا طالبان یا مجاهدین نن بیا هم غواړي پر افغانانو د ړندو او کڼو واکمني وچلوي ؟ ایا د طالبانو په اند ټول افغانان د ملاعمر پشان ړانده او د مجاهدینو په فکر بیا ټول افغانان کاڼه دي !

ایا افغانانو د طالبانو حکومت نه دی ازمایلی چې افغانانو ته يي ویل یوازې د استسقآ  لمونځونه ( ۲ ) د وږو نسونو د مړښت لپاره کفایت کوي او د میکانیزه کرهڼې ، مالدارۍ ، صنعت او سوداګرۍ لپاره علمي دولتي کړنلار ته اړتیا نشته  او روا نه دي !

د پوهنتنونو او ښوونځيو تړل او ماشومان پریښودل چې په کوڅو کې لوټې او کاڼې یو پر بل وار کړي او ټوله ورځ یوله بله غیږې ونیسي !

د کارځایونو او بېلا بېلو دولتي ادارو تړل او مامورین رخصتول چې په میدانونو او چمنونو کې ، مړزان ، زرکان او سپي وجنګوي !

ښځې او نجونې له ښوونځيو او کارځایونو منع کول ، په لارو او سړکونو د نجونو او ښځو په متروکو او ډانګیو وهل او پر نجونو او هلکانو دیوالونه راغورځول او هغوی ترې ژوندې لاندې کول !

په هلکانو او سړیو ږیرې پریښودل چې که د ریکین د ښېښې له کچې يي ږیرې لنډې وي ، په کوتکو او ډانګیو يي وهل !

په افغانانو موزیک بندول ، هنر رخصتول ، د هنرمندانو وژل او تښتول او خپله بیا کورونو کې د پنجابي او عربي ویدیوګانو او عربي ډانسونو ننداره کول !

د ای ایس ای په لارښوونه د بامیانو د بتانو ړنګول ، د ملي ارشیف او موزیم غلاکول !

ترهګر ، القاعده ، بل لادین او د نړۍ داړه ماران ، غله او لوټماران افغانستان ته د میلمنو په توګه رابلل او خپل هیوادوال افغانان پرې ښکنځل ، خرڅول او  وژل !

افغانستان د پاکستان پنځم ایالت ګڼل او له پنجابه د پاکستان د مامورینو په توګه میاشتنۍ تنخوا ترلاسه کول !

او داسې نورې په سلګونو او زرګونو د پنجاب غلامۍ منل ، هغه څه دي چې ژبه يي له ویلو مقصوره او قلم يي له لیکلو عاجز !

ایا طالبان له داسې وحشي تاریخ سره سره چې یوازې څو کلونه يي تېر شوي او د افغانانو هغه نسلونه چې دا هر څه يي لیدلي ، پرځانونو يي تجربه شوي او لا ژوندي دي ، بیا هم غواړي پر افغانانو حکومت وکړي ؟

نه هیڅکله نه !

همداراز نور مجاهدین چې د جمعیت ، ګل بدین په اسلامي ګوند ، حقاني او یونس خالص ، حرکت او وحدت اسلامي ګوندونو او یا نورو تش په نوم مجاهدو تنظیمونو کې راپنډ شوي ، غواړي بیا هم پر افغانانو واکمني وچلوي ؟

له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ پورې افغانانو هره ورځ ددې تنظیمونو د واکمنۍ خوند څکلی دی !

یوازې د کابل کنډر شوی ښار او د ۷۰ زره کابلیانو شهادت د مجاهدینو د څلورکاله واکمنۍ  د یوې کوچنۍ بېلګه  پتوګه کولای شي د دغو درواغجنو مجاهدینو له ټولو پوچو ادعاوو څخه پرده پورته کړي او د نورو ملي ضد کړنلارو او تګلارو بیان ته يي اړتیا نه پاتیږي .

 په لنډه توګه ویلای شو ، طالب او مجاهد یو بل سره بشپړوي او د یوې غمیزې دوه بېل نومونه دي . افغانستان کې له مجاهده پرته طالب او له طالبه پرته مجاهد نابشپړ دی . افغانان د مجاهد په اندتوګه کې طالب ویني او د طالب په عملي کړنلار کې مجاهد انځوروي . دوی سره نوک او ورۍ دي . دواړه د یوې سکې او یوې پاڼې دوه مخونه دي او د یوه ... دوه غوږونه !

کومې ورانۍ ، ویجاړۍ او وژنې چې په ۱۹۹۲ ــ ۱۹۹۶ کلونو کې د مجاهد له لاسه نیمګړې پاتې شوې وې ، طالبانو هغه په ۱۹۹۶ ــ ۲۰۰۱ کلونو کې بشپړ کړې .

هغه مرییتوب چې د افغانستان د امنیت د رییس پتوګه د جنرال حمیدګل د ګمارلو په وړاندیځ له پروفیسور ربانې څخه نیمګړې پاتې و ، هغه پروفیسور ملاعمر اخوند د جنرال بابر او جنرال مشرف په غلامۍ پوره کړه !

د مجاهد ، ملا ، مولانا ( په تېره بیا چې ځای يي مالوم نه وي ) او طالب نومونه هغه کودونه ، شفرونه او رازونه دي چې تل د پردیو لخوا په افغانستان کې د نوښت ، بدلون او پرمختګ په وړاندې کاریدلي دي .

د ۲۰ مې پیړۍ په دوهمه لسیزه کې د امانیه غورځنګ په وړاندې هم د ګوډ ملا لمسونکي پارونې او د شوربازار د حضرتانو چلوټې د افغانانو په ماغزو کې لا ژوندۍ دي . همدې ملایانو او حضرتانو له غلو او داړه مارو څخه د سقاو په مشرۍ ملاتړ وکړ او د امانیه غورځنګ د بدلون او پرمختګ هیوادپالوونکې اندیښنې او تګلارې يي د افغانانو په وینو ولمبولې !

د سردار محمد داودخان او روسته د نورو مثبتو بدلونو په تړاو د مجاهد او طالب په نوم د ای ایس ای لاسوهنې او یرغلونه لا اوس هم دوام لري .

همد اوس په افغانستان کې روانه جګړه د مجاهد او طالب په لاس توده ساتل کیږي . مجاهد پر دولت خېټه اچولې او طالب نیمايي په دولت او نیمايي له دولته بهر دی او په دې لامل د دولت د انحصار لپاره یو له بل سره ښکر په ښکر دي. 

نړیوال او ټول افغانان په دې پوهیږي چې لویدیځ ، مجاهدین او طالبان ددې لپاره هست کړل چې د دوی په مټ او اوږو افغانستان ته راشي او ځای پرځای شي . اوس چې لویدیځ ، افغانستان ته راغلی او ځای په ځای شوی د مجاهدینو او طالبانو دنده پایته رسیدلې . لویدیځ نور مجاهدینو او طالبانو ته اړتیا نلري . په دې دلیل افغانان ، طالبانو او مجاهدینو ته سلا او مشوره ورکوي مخکې له دې چې لویدیځ مو وشړي او له منځه مو یوسي ، ښه به داوي چې د دولت او امارت پوچې دعواوې پریږدۍ او د افغانانو دا سلا او غوښتنه پخپل خیر وګڼۍ !

 د حکومت او ادارې له دعوې تېر شۍ !

لاړ شۍ د حج ، اوقافو ، جوماتونو او د هیواد د لوڼو زامنو د اسلامي ښوونو چارې پر مخ بوځۍ !  

یادونه :

( ۱ )  طالبانو خپلې تېرې واکمنۍ کې یوازې د دریو هیوادونو پاکستان ، عربي اماراتو او سعودي عربستان سره اړیکې درلودې .

( ۲ )  د استسقا لمونځ ( صلوه الاستسقاء ) :

خدای مکړه دلته د استسقا لمونځ ته کوم سپکاوی موخه نه ده او د هغه درناوی پخپل ځای پاتې دی ، خو طالبانو د خپلې واکمنۍ په مهال له داسې لمونځ څخه لکه د اسلام د نورو احکامو او لارښوونو پشان سیاسي ګټه پورته کوله .     

د ۲۰۱۱ کال د نومبر ۲۵ مه

       


November 27th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات